ډونالډ ټرمپ بايد هره اوونۍ ۱۰۰۰۰ ډالر جريمه شي

ډونالډ ټرمپ بايد هره اوونۍ ۱۰۰۰۰ ډالر جريمه شي
لویې څارنوالې زیاته کړې چې په څېړنو کې یې داسې اسناد موندلي چې ښيي ټرمپ په تېرې یوې لسیزې کې د خپلو جایدادونو لکه د ګلف د میدانونو، لوړو ودانیو او نورو په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.
(2022 / 4 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د نیویارک لویې څارنوالې له محکمې څخه غوښتي چې مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ د احضار حکم ته د نه درناوي او د خپلو سوداګریزو فعالیتونو په اړه د اسنادو د نه وړاندې کولو له کبله د ورځې ۱۰ زره ډالر نقدي جریمه کړي.
لویې څارنوالې لتیشا جیمز د محکمې په اسنادو کې ویلي دي چې ټرمپ باید د مارچ په ۳۱ نېټه محکمې ته د څېړنو لپاره حاضر شوی وای، خو دا کار یې نه دی کړی.
لویې څارنوالې زیاته کړې چې په څېړنو کې یې داسې اسناد موندلي چې ښيي ټرمپ په تېرې یوې لسیزې کې د خپلو جایدادونو لکه د ګلف د میدانونو، لوړو ودانیو او نورو په اړه ناسم معلومات ورکړي دي.





