د یونان پولیسو ایستل شوي افغان کډوال لوټ کړې او ډبولي دي 

0
206

د یونان پولیسو ایستل شوي افغان کډوال لوټ کړې او ډبولي دي 

په راپور کې زیاته شوې چې افغان پناه غوښتونکي تر پولیسو وروسته یوې ډلې مخ پټو کسانو چې ظاهراً د پولیسو له‌ خوا ګومارل شوي د ایورېس سیند له لارې په وړو کښتیو کې ترکیې ته رسول شوي دي. يوناني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

(2022 / 4 / 8  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بشري حقونو د څار سازمان يا هیومن رایټس واچ په يوه راپور کې چې نن خپور شو ویلي له یونانه ترکیې ته شړل شوي افغان پناه غوښتونکي په لار کې لوټ او ډبول شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان له ۲۶ هغو افغان پناه غوښتونکو سره مرکې کړي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبره د ۲۰۲۲ کال تر فبروري پورې د یوناني ځواکونو له‌ خوا بېرته ترکیې ته شړل شوي.

دغه سازمان نيوکه کړې چې یوناني ځواکونو د یونان او ترکیې پر پوله د افغان پناه غوښتونکو پیسې، وسایل او مبایلونه غلا کړي دي.

Leave a reply