قاري فصیح الدین څوک دې؟

0
100

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان په نوي سرپرست حکومت کښې قاري فصیح الدين د افغانستان د فوځ سرلښکر مقرر شوې دې.

د قاري فصیح الدین په اړه داسې ویل شي چې نوموړي په جنګي مهارتونو کښې ډیر ماهر دې نو ځکه د پنجشیر د کنټرول حاصلولو لپاره هم دوی ته ذمه واري ورکړې شوه او آخر ی پنجشیر د امارت اسلامی کنټرول کښې راغې.

قاري فصیح الدین د امارت اسلامی په لښکر کښې د تاجک کمانډر په نامه هم یادیږي ، نوموړي د شمالي افغانستان د بدخشان ولایت اوسیدونکې دې.
دده نامه په مشهورو طالب مشرانو او جنګي کمانډرانو کښې راځي، نوموړي د شمالي افغانستان وړومبنې تاجک کمانډر دې چې د طالبانو د عسکري څانګه کښې چوکې ترلاسه کړې ده.

Leave a reply