ازبکستان: افغانستان کې؛ د سرپرست حکومت هرکلی کوو او همکارۍ ته یې چمتو یو

0
223

ازبکستان: افغانستان کې؛ د سرپرست حکومت هرکلی کوو او همکارۍ ته یې چمتو یو

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سرپرست حکومت جوړېدو هرکلی کوي.

 

(2021 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سرپرست حکومت جوړېدو هرکلی کوي. د یاد وزارت په خبره، ازبکستان په افغانستان کې د طالبانو له لوري د تازه اعلان شوې کابینې پر جوړېدو خوښ دی او دوی ورسره بشپړې همکارۍ ته چمتو دي.دغه راز تر دې دمه په نړیوالو غبرګونونو کې امریکا د نوي حکومت اعلان په اړه ویلي چې امریکا پر دې خبره ده چې طالبانو سرپرست حکومت جوړ کړی خو افغانان د ټولشموله حکومت مستحق او باید طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ترکیې او قطر هم ویلي چې دوی حالات له نیږدې څاري او علاقه لري چې طالبانو سره له نیږدې کار وکړي.

Leave a reply