اقلیمي بدلون افغانستان کې د لا ډیرې لوږې سبب کېدلی شي

د رسنیو په باور څېړنې ښيي چې افغانستان دمګړی د نړۍ بېوزله هېواد دی، خو د اقلیم بدلون او راتلونکي اقتصادي شرایط به وضعیت نور هم ترینګلی کړي.
دغه اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې په وروستیو کې په هېواد کې یو ځل بیا د وچکالۍ په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي او د لرو پرتو سیمو خلک چې ګزاره په بزګرۍ ده له دې درکه خواشیني دي.
(2022 / 4 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اقلیمي بدلون به په افغانستان کې لوږه او ناورین نور هم ژور کړي.
بهرنۍ رسنۍ لیکي چې په سیمه په تېره افغانستان کې د نړیوال اقلیمي بدلون تاثیرات محسوس دي او کولی شي په راتلونکو کلونو کې دغه تاثیرات لا ژور شي. سرچینه کاږي د ځمکې په ګرمېدو سره د افغانستان ډېری سیمې له وچکالۍ سره مخ شوې دي او ددغه ډول سیمو د ډېرېدو اندېښنه شته ده.