طالبانو په رسمي ډول د هیبت الله اخندزاده په امر کابینه اعلان کړه

0
247

طالبانو په رسمي ډول د هیبت الله اخندزاده په امر کابینه اعلان کړه 

طالبانو په رسمي ډول د ملا هبت الله اخند په امر او هېواد کې د وروستي بحران د حل د ولس قانوني، اقتصادي، او اجتماعي حقونو ته په خپل وخت د رسېدګي او د زیانونو د مخ نیوي په موخه یې سرپرسته کابینه اعلان کړه..

 

(2021 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

طالبانو په رسمي ډول د ملا هبت الله اخند په امر او هېواد کې د وروستي بحران د حل د ولس قانوني، اقتصادي، او اجتماعي حقونو ته په خپل وخت د رسېدګي او د زیانونو د مخ نیوي په موخه یې سرپرسته کابینه اعلان کړه، چې د ملا محمد حسن آخوند تر مشرۍ لاندې به فعالیت کوي.
د مجاهد په خبره، د کابینې پاتې وزارتونو، ادارو او نهادونو کې نور تعینات په زیات غور او په تدریجي ډول به اعلان شي.
د طالبانو د نوي کابینې د اعلانېدو تر دې دمه په کور دننه عطا محمد نور، د احمد مسعود جبهې، صلاح الدین رباني، رمضان بشر دوست او احمد ضیا مسعود خپل غبرګونونه ښودلي او ویلي چې د طالبانو دا یو اړخیز حکومت مونږ ته هیڅ د منلو نه دی او مونږ به خپل حق غوښتلو لپاره خپل غږ اوچت وساتو، طالبان وایي زمونږ مبارزه د قوم ژبې یا سمت پر بنیاد نه وه او نه ده او له مونږ دې څوک د حکومتي ونډو د ویش تمه هم نه لري.

Leave a reply