د پنجاب اسمبلۍ ماتیدل، اپوزیشن ګوندونو د سخت مقاومت پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
مخالفو ګوندونو او متحدينو د پنجاب اسمبلۍ د ماتیدلو په صورت کې د سخت مقاومت کولو پرېکړه کړې ده.

سرچينې زياته کړې چې حمزه شهباز د پيپلز ګوند، ترين ګروپ، عليم خان ډلې او نورو ملګرو سره مشوره کړې ده.

دسرچينو ترمخه حمزه شهباز داپوزيشن گوندونو اؤ نورو اتحاديانو سره په مشوره دا فيصله کړې ده چې دپنجاب اسمبلۍ تحلیل کولو سره به سخت مخالفت کوي.سرچينې زياته کړې چې متحده اپوزیشن ګوندونو په پنجاب کې د ګورنر راج په صورت کې هم د سخت ځواب ورکولو پرېکړه کړې ده.سرچينې وائي مسلم ليگ(ن) خپلو غړو ته په دې لړ کې د تیار اوسیدو امر کړى دى.