عدم اعتماد، د سندهه اعلی وزیر مهم بیان خپور شوې دې

0
38

باغی ټي وي رپورټ
د سنده وزيراعلي مراد علي شاه وئيلي دي چې آیین دا تشریح کوي چې د عدم اعتماد رايې نه وروستو وزيراعظم په څوکۍ پاتې کیدو مجاز نه وي.

کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې مراد علي شاه ویلي چې کله به لومړی وزیر له خپلې چوکۍ لاس واخلی نو ولسمشر به هغه ته څنګه په څوکۍ پاتې کیدلو اووایی.

مراد علي شاه وويل د اساسي قانون په ٩٤ مه ماده کې په واضحه توګه راغلي چې که وزيراعظم پخپله استعفى وکړي نو صدر کولى شي چې استعفى کړى شوي وزيراعظم څخه وغواړي چې تر هغه وخت پورې کار وکړي چې د نوي وزيراعظم انتخاب وکړې شی .
هغه وویل، که بحران رامنځته کول غواړې، نو د آیین او اساسي قانون په ضد دې شي او قانون څخه دې سرغړونه وکړي، هغه زیاته کړه چې داسې کولو سره به بحران به رامنځ ته شي.

Leave a reply