عمران خان د کچن کیبنټ وزیرانو سره غونډه کړې

0
73

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم عمران خان تيره ورځ د خپل قامي کابينې سره مشاورتي غونډه کړې وه چې پکښې د عدم اعتماد تحريک په اړه حتمي مشوره شوې وه۔

سرچينې وائي چې تيره ورځ دکابينې په غونډه کې د٦ څخه تر ٨ وزيرانو برخه اخستې وه چې پکې وئيل شوي وؤ چې سپيکر دې داسمبلۍ غونډه په کوم دليل وځنډوي،
د جیو رپورټ مطابق سپيکر دې د ووټ اچولو په مهال شميرنه سمه نۀ کړي او يا دې کوم بل عذر وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د مخالفو غړو کورونو ته به لاړ شي او د هغوى پر ضد به شعارونه پورته کړي او پر هغوى فشار راوړي او د هغوی په ضد دې د آرټیکل ۴ کاروایی هم وشي.

سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې اټارني جنرل او سپيکر د هر ډول غيرقانوني اقدام مخالفت وکړ چې په دې اړه وزيراعظم عمران خان اټارني جنرل او سپيکر ته د خپل دريځ د څرګندولو غوښتنه وکړه.

دسرچينو ترمخه وزيراعظم هدايت کړى چې دبيړني حالت لگولو دپاره دې داسې دليل يا عذر پيدا کړل شي چې مونږ ته وخت وي.

Leave a reply