د عمران خان ژوند په خطر کې دې: د فواد چوهدري ټویټ
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي ژوند یې په خطر کې دی.په یو بیان کې وزیراعظم عمران خان ویلي چې ژوند یې په خطر کې دی او دا چې د تیر کال د اګست میاشتې راهیسې د ده په ضد د سازش خبر و.
له دې وړاندې د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري په ټويټر خپل يو بيان کښې وئيلي وو چې امنيتي ادارو اطلاع ورکړې وه چې د وزيراعظم عمران خان د وژنې سازش تيار کړے شوے دے۔
په ټویټ کې فواد چوهدري زیاتوي چې د عمران خان په سیکوریټي کې اضافه شوې دې.
سیکیورٹی ایجنسیوں نے رپورٹ کیا ہے کہ وزیر اعظم عمران خان پر قاتلانہ حملےکا منصوبہ سامنے آیا ہے، ان رپورٹس کے بعد حکومتی فیصلے کے مطابق وزیر اعظم کی سیکیورٹی میں اضافہ کر دیا گیا ہے۔
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) April 1, 2022