د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شوې ده

0
159

 د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شوې ده

بلخي زياتوي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورته غونډو ته د زمينې د برابرولو له کبله له چين مننه کړې او ويلي يې دي چې په سیمه کې د اقتصادي همکاريو لپاره ښه فرصتونه راټوکېدلي او دا ایجابوي چې درې واړه هيوادونه خپلمنځي همکارۍ لا ډيرې کړي.

 

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

دا پر افغانستان د ا.ا تر واکنميدو وروسته د درې اړخيزو غونډو د ميکانيزم لومړۍ هغه ده چې نن په چين کې جوړه شوه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي په نننۍ غونډه کې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي ويلي، هيله لري چې د درې اړخيزو غونډو ميکانيزم بيا را ژوندۍ شي.

بلخي زياتوي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ورته غونډو ته د زمينې د برابرولو له کبله له چين مننه کړې او ويلي يې دي چې په سیمه کې د اقتصادي همکاريو لپاره ښه فرصتونه راټوکېدلي او دا ایجابوي چې درې واړه هيوادونه خپلمنځي همکارۍ لا ډيرې کړي.

متقي دغه راز ويلي چې افغانستان د بسپنو پر ځای له سيمې سره اقتصادي مشارکت ته ليوال دی.

د متقي په خبره، افغانستان غواړي چي هم مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د ترانزټ له لاري سره وصل کړي او هم د افغانستان محصولات د پاکستان له لاري چین او هند ته ورسیږي.

Leave a reply