نن چین کې د افغانستان پۀ اړه  غونډه ترسره کېږي 

0
207

په کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت او اقتصادي همکاریو خبرې کېږي. ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې ګډونوال له نړیوالې ټولنې د افغانستان د شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړي او تر څنګ یې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې کېږي.

(2022 / 3 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

د رسنیو د راپورونو له مخې ددې کنفرانس کوربه توب د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی کوي.

په کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت او اقتصادي همکاریو خبرې کېږي. ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې ګډونوال له نړیوالې ټولنې د افغانستان د شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړي او تر څنګ یې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې کېږي.

کنفرانس کې پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ګډون کړی دی. له افغان لوري هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی دې کنفرانس کې ګډونوال دی.

Leave a reply