چین: نړۍوال دې پر امریکا فشار راوړي چې د افغانستان اقتصاد جوړولو کې خپل مسؤلیت اداء کړي

0
173

چین: نړۍوال دې پر امریکا فشار راوړي چې د افغانستان اقتصاد جوړولو کې خپل مسؤلیت اداء کړي

نوموړي همدا راز ویلي چې د افغانستان په اړه به د سیمې د هېوادونو غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړېږي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

 

(2022 / 3 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین وایي نړیوال دې پر امریکا غږ وکړي چې د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دمګړی افغانستان له ستونزو تېرېږي او د ټولو مسوولیت دی چې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.

د ده په خبره نړیوالو ته په کار ده څو امریکا خپل مسوولیت ته متوجه کړي او په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

نوموړي همدا راز ویلي چې د افغانستان په اړه به د سیمې د هېوادونو غونډه د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو جوړېږي او په هغه کې به پر مهمو مسایلو خبرې کېږي.

د ده په خبره دوی غواړي افغان لوری مدبرانه او معتدلو سیاستونو ته وهڅوي، دغه هېواد ته ثبات راشي او د افغانستان په تړاو سیمه ییزه اجماع نوره هم پیاوړې کړي.

Leave a reply