د تخلیې ماموریت: له افغانستان لسګونه بېول شوي ماشومان بې سرپرسته دي

د تخلیې ماموریت: له افغانستان لسګونه بېول شوي ماشومان بې سرپرسته دي
سرچینه وايي چې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومانو ته یا ملاتړې کورنۍ پیدا شوې دي او یا د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته تللي دي، خو ۱۹۰ کسه نور لا هم داسې دي چې سرپرست نه لري او د ماشومانو د پالنې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي.
(2022 / 3 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
له افغانستان بېول شوي لسګونه ماشومان بې سرپرسته پاتې دي.
یوې امریکايي رسنۍ په خپل راپور کې ویلي چې له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال شاوخوا ۱۴۰۰ ماشومان او تنکي ځوانان امریکا ته لېږدول شوي چې له دې ډلې ډېری یې دمګړی بې سرپرسته دي.
سرچینه وايي چې شاوخوا ۱۲۰۰ ماشومانو ته یا ملاتړې کورنۍ پیدا شوې دي او یا د خپلو خپلوانو او ملګرو کورونو ته تللي دي، خو ۱۹۰ کسه نور لا هم داسې دي چې سرپرست نه لري او د ماشومانو د پالنې په ځانګړو مرکزونو کې ساتل کېږي.
رسنۍ دغه راز کاږي چې د ډېری دغه ماشومانو رواني وضعیت ښه نه دی او په خپلو کورنیو پسې ځورېږي. د ماشومانو پالونکو هم ویلي چې امریکايي حکومت دې د یادو ماشومانو له کورنیو سره اړیکه کې شي او هڅه دې وکړي چې د دوی ذهني او رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکړي.
امریکا له افغانستان د تخلیې ماموریت پر مهال زرګونه کسان له افغانستان ولېږدول چې په دې کې ماشومان تنکي ځوانان هم شامل وو.






