د ګرملین ماڼۍ د بایډن وروستۍ څرګندونو غبرګون کې ویلي چې د پوتین لرې کول د روسانو کار دی، نۀ د امریکا

0
70

د ګرملین ماڼۍ د بایډن وروستۍ څرګندونو غبرګون کې ویلي چې د پوتین لرې کول د روسانو کار دی، نۀ د امریکا

بلخوا سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې د بایډن هدف په روسیه کې د نظام تغیر نه بلکې دا و چې پوتین ته باید اجازه ورنه کړل شي ، چې پر خپلو ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو باندې واکمني وکړي.

 

(2022  / 3 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کرملین د ولادیمیر پوتین په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی او زیاته کړې یې ده چې بایډن د روسانو په پرېکړو کې کار نه شي لرلی ځکه د دوی په وینا د پوتین بیا ټاکنه او د هغه د واک دوام د روسانو کار دی نه د بایډن.

بایډن په خپلو وروستیو څرګندونو کې د اوکراین جګړې ته په اشارې ویلي وو چې د پوتین د واک وروستۍ ورځې دي او هغه نشي کولی تر دې ډېر په واک کې پاتې شي.

رویټرز د کرملین د ویاند دیمیتري پسکوف له قوله ویلي دي چې د پوتین ټاکنه د روسانو کار دی او بایډن د دوی په چارو کې د لاسوهنې حق او اجازه نه لري.

بلخوا سپینې ماڼۍ بیا ویلي چې د بایډن هدف په روسیه کې د نظام تغیر نه بلکې دا و چې پوتین ته باید اجازه ورنه کړل شي ، چې پر خپلو ګاونډیانو او سیمه ییزو هېوادونو باندې واکمني وکړي.

Leave a reply