ایران: پر امریکا مو ستر شرط له سپاه د بندیزونو لرې کول دي

د دۀ په خبره د دوی تر ټولو ستر شرط له تور لېست د ځینو کسانو او همدا راز د سپاه پاسداران ایستل دي. ایران ځکه له تور لېست ددغه نظامي ځواک ایستل غواړي چې د ایران ډېری طبیعي سرچینې او سترې سوداګرۍ ددوی په لاس کې دي او امریکا هم پر دغه ځواک پراخ بندیزونه لګولي دي.
(2022 / 3 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ایران وایي تر ټولو ستر شرط یې له امریکا سره په مذاکراتو کې دا دی چې سپاه پاسداران له تور لېست وباسي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، مذاکرات پایلو ته نږدې شوي، خو تر دې دمه امریکا له تور لېست د ځينو کسانو په تېره د سپاه پاسداران د ایستلو په تړاو ځواب نه دی ورکړی.