ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي
ازبکستان، پاکستان او افغانستان د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي
پاکستاني رسنۍ وایي چې دغه خبرې تېره ورځ په ازبکستان کې ترسره شوې دي او په هغه کې ټینګار شوی دی چې درېواړه هېوادونه به ددغه پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره عملي هڅې پيلوي.
(2022 / 3 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ازبکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې شوې دي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې دغه خبرې تېره ورځ په ازبکستان کې ترسره شوې دي او په هغه کې ټینګار شوی دی چې درېواړه هېوادونه به ددغه پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره عملي هڅې پيلوي.
دا پټلۍ به د افغانستان له لارې ازبکستان او پاکستان سره نښلوي چې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
تر دې وړاندې هم ددغه ډول پټلۍ پر جوړولو د درېواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې شوې دي، خو د عملي کار کوم څرک نه ښکاري.
په دې غونډه کې همدا راز د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي او ټینګار شوی چې د ورته پروژو په رامنځ ته کولو به په سیمه کې اقتصادي او سوداګریز لوری بدل شي.