د عدم اعتماد په تحریک به په ۳ یا ۴ اپریل رای اچونه وشي: شیخ رشید

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې دبې اعتمادۍ په تحريک به په دريم يا څلورم اپريل رايې ورکول کيږي.
اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې شيخ رشيد وويل چې د عدم اعتماد د تحريک په ورځ به د اپوزيشن ټولو غړو ته پوره تحفظ ورکول کيږي او د هيچا مخه به نه نيول کيږي.
ده وويل چې د ناظم جوکيو په مقدمه کې نومول شوى ايم اين اے جام عبدالکريم له دوبۍ څخه د عدم اعتماد رايې لپاره راوړل شوى و، چې د قانون له مخې بايد د محکمې له خوا ضمانت شوى واى، مونږ به يې په هوايي ډګر ونیسو. ایف آی اې ته هم ویل شوي دي چې جام عبدالکریم دې ونیولې شي. د سندهه پولیسو آی جي ته هم هدایت شوی دې چې هغوی ونیسي.
دکورنيو چارو وزير وويل اسلام اباد کې هر چا ته د غونډې کولو اجازه ده خو هر څوک دې غوږونه خلاص کړي او واوري چاته به اجازه ور نه کړې شی چې قانون په لاس کې واخلي او که چا قانون په لاس کې واخستو نو قانون به هغوی په لاس کې واخلي.






