د ښوونځیو تړل کېدل؛ امریکا له افغانستان سره مهم مذاکرات لغوه کړل

0
191

د ښوونځیو تړل کېدل؛ امریکا له افغانستان سره مهم مذاکرات لغوه کړل

رویټرز په یوه راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په دې مذاکراتو کې د ډېرو مهمو اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کېدلې، چې په هغه کې یو هم د افغانستان بانک د استقلالیت او بله هم د نوو افغانیو د چاپ مسئله وه.

 

(2022 / 3 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا د افغان حکومت پر وړاندې تازه اقدام کې دوحه کې مهم مذاکرات لغوه کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په غبرګون کې په دوحه کې له نوي افغان حکومت سره پلان شوي مهم مذاکرات ځنډول شوي دي.

رویټرز په یوه راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په دې مذاکراتو کې د ډېرو مهمو اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کېدلې، چې په هغه کې یو هم د افغانستان بانک د استقلالیت او بله هم د نوو افغانیو د چاپ مسئله وه.

دغه مذاکرات نن او سبا په دوحه کې ترسره کېدل او د رویټز په خبره د افغانستان لپاره خورا مهم وو، خو د افغان حکومت د وروستي اقدام له امله ځنډول شوي دي.

بلخوا د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې ټاکل شوې وه، د امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی دوحې ته لاړ شي، خو دغه سفر او مذاکرات لغوه شوي دي.

Leave a reply