که ځان وژنه حرامه نه وه نو مابه په پارلیمنټ کې په منافقینو ځانمرګي برید کړې وې: شهر یار آفریدي

باغی ټي وي رپورټ
د کشمیر کمېټۍ د مشر شهریار اپریدي د ځانمرګي برید د خواهش وېډیو په سوشل میډیا وائرل شوې ده.
د تفصيلاتو ترمخه شهريار آفريدي کوهاټ کښې کارنر غونډي ته د وينا په مهال وئيلي وو چي که خودکشي حرام نه واي نو ما به په خپل بدن باندي بارودي مواد تړلې وې او په پارليمنټ کښي به مې په منافقانو باندې ځانمرګي برید کړې وې.
هغه وویل چې د هغو کسانو بنیاد باید ختم شي چې زما په هیواد تجارت کوي او بیاد دا ټول له منځه یوړل شي.ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان هم د ځانمرګي بريد کولو هیله څرګنده کړې وه.






