پیښور کې د ښځو لوبغاړو د لوبو میله سرته رسیدلې

نصیب شاه شینواري
د خېبرپښتونخوا انډر 21 زنانه لوبو میله په کامیابۍ سره پای ته ورسېده، د پېښور زنانه د خپلې غوره کارکردګۍ په ښودلو سره د لوبه میله وګټله، پېښور درې د سرو زرو، دوه د سپینو زرو مډالونه وګټل او د 65 پوائنټونو سره یې لومړی مقام خپل کړ، ایبټ آباد د 45 پوائنټونو په ترلاسه کولو سره دریم، مردان د درې طلایی مډالونو سره دوهم مقام خپل کړ.
په اوو مختلفو لوبو کښي د ۲۷ ضلعو نه د دري زره نه زياتو لوبغاړو برخه اخستي وه چي څلور ورځي پوري ئي د پيښور يونيورسټي ، پيښور سپورټس کمپليکس، عبدالولي خان سپورټس کمپليکس، چارسده، بام خيل سپورټس کمپليکس صوابۍ په سپورټس کمپلیکس کې تر ۴ ورځو جاري وو.
د پايلو له مخې ايبټ اباد مانسهرې ته په ماتې ورکولو سره د کرکټ په سیالیو کې لومړى مقام وګټل.
د منډې په سیالیو کې پېښور د سرو زرو، مردان د سلور مډال، په نېټ بال کې پېښور لومړی، بنو دویم، په ټېبل ټینس کې پېښور د سرو زرو او صوابي د سلور مډال په خپل نامه کړو.
د پیښور او د نور ضلعو د ښځینه لوبغاړو، سپورټس ایسوسي ایشن د خیبر پښتوخوا سپورټس ډایریکټر ستاینه کړې او صوبایی حکومت ته ی هم داد ورکړې چې د صوبې ښځینه لوبغاړو لپاره ی د لوبو دا میله تابیا کړې وه.







