وانګي افغانستان کې د وروستيو مثبتو بدلونو هرکلی کړی 

0
82

وانګي افغانستان کې د وروستيو مثبتو بدلونو هرکلی کړی 

بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي، هوایي دهلیز، د وچو مېوو پر لېږد، سکارشیپونو، د وېزو پر ورکړې، د کانونو برخه کې د کار پیلېدو، په سي پیک پروژه کې د افغانستان د برخې او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

 

(2022 / 3 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په یو ځانګړي سفر کابل ته راغلی او دلته یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.

بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي، ترانزیټي، هوایي دهلیز، د وچو مېوو پر لېږد، سکارشیپونو، د وېزو پر ورکړې، د کانونو برخه کې د کار پیلېدو، په سي پیک پروژه کې د افغانستان د برخې او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، وانګ یي افغانستان ته خپل راتګ د هر اړخیزو اړیکو د پياوړتیا په پار بللی او زیاته کړې یې ده، چې چین له افغانستان سره پراخې او پیاوړې اړیکې غواړي.

نوموړي زیاته کړې ده چې چین په افغان چارو د مداخلې له لارې د خپلو ګټو خوندیتوب نه غواړي.

هغه په خپلو خبرو کې پر افغانستان د لګېدلو سیاسي او اقتصادي بندیزونو سره کلک مخالفت څرګند کړی او ټینګار یې کړی دی چې دوی له نوي حکومت سره د راغلي مثبت بدلون او امنیت ستاینه کوي.

په ورته وخت کې امیرخان متقي هم د وانګ یي دغه سفر د افغانانو په شمول نړیوالو ته یو مثبت پیغام بللی او د چین له هر اړخیز ملاتړ څخه یې هرکلی کړی دی.

Leave a reply