ترکیې پر طالبانو غږ کړی چې افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

ترکیې پر طالبانو غږ کړی چې افغان نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې په نوي تعلیمي کال کې ټولو زده کوونکو د تعلیم حق ورکول او د ټولو پر مخ پرته د هر ډول بندیز او محدودیت نه د ښوونځیو دروازې پرانیستل د افغانستان د اکثریت خلکو غوښتنه ده.
(2022 / 3 / 24 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ترکیې په افغانستان کې د طالبانو په لنډمهاله حکومت په هیواد کې انجونو زده کوونکو ته د ثانوي زده کړو د اجازې ورکولو غوښتنه وکړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ، په افغانستان کې پرون نوی تعلیمي کال پيل شو خو په ډیرې خواشینۍ سره د متوسطه او لیسو د ټولګیو انجونو زده کوونکو په تعلیم بندیز دوام پيدا کړ. د ۷ نه تر ۱۲ ټولګیو ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې شوي دي.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې په نوي تعلیمي کال کې ټولو زده کوونکو د تعلیم حق ورکول او د ټولو پر مخ پرته د هر ډول بندیز او محدودیت نه د ښوونځیو دروازې پرانیستل د افغانستان د اکثریت خلکو غوښتنه ده.
” د افغانستان د دوست او ورور هیواد ترکیې ترکیې په توګه د افغانستان د لنډمهاله حکومت نه هر څه ژر د متوسطه او لیسو پر ښځینه زده کوونکو لګول شوي دې بندیز د لرې کولو، ټولو زده کوونکو ته په یو شان د تعلیم د حق ورکولو غوښتنه کوو. همداشان پدې حساسو او سختو شپو ورځو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ دریدو ته دوام ورکوو.”





