سندهه هاوس څخه د پي ټي آیی څخه ناراض غړي نامعلوم ځای ته لیږل شوي

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام آباد کې د پي ټي آیی څخه ناراض د پي ټي ایی ناراض غړي یو نامعلوم ځای ته لیږل شوي دی.
د جیو رپورټ مطابق ، وزيراعظم عمران خان دوه ورځې وړاندې ملکي استخباراتي ادارو ته امر کړى وو چې د قومي اسمبلۍ او سندهه هاوس کې دې د غړو څارنه دې وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې د ملکي استخباراتو ادارې د غړو د لېږد په اړه حکومت ته خبر ورکړى دى.
سرچينې زياته کړې چې داسې رپوټونه شته چې حکومتي غړي سندهه ته لېږدول شوي دي، ملکي اداره وايي هڅه کوي معلومه کړي چې حکومتي غړي چېرته لیږل شوي دي.
دسرچينو ترمخه حکومتي غړي تيره شپه په بيلا بيلو گاډيو کې سپاره کړل شوي، درې زنانه ايم اين ايان سکهر ته او زنانه غړي تيره شپه سکهر ته منتقل کړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې د اسمبلۍ غړي د حکومت له پرېکړې وروسته په سندهـ کې د متوقع گورنر راج د نافذولو له پرېکړې وروسته لېږل شوي دي.






