سټولټنبرګ: روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې استعمال کړي

0
164

سټولټنبرګ: روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې استعمال کړي

سټولټنبرګ اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونې د شتون په تړاو د خبرونو په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې يې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونو په تړاو بې بنسټه راپورونه اورېدلې دي.

 

(2022   / 3 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې روسیه ښايي د اوکراین په جګړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي.

نوموړي دا خبره نن د جرمني ورځپاڼې ولټ ام زونتاګ ته کړې ده. د رویټرز په حواله، د ناټو سرمنشي ویلي، که روسیه کیمیاوي وسلې وکاروي، جنګي جنایت به یې کړی وي.

سټولټنبرګ اوکراین کې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونې د شتون په تړاو د خبرونو په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې يې د کیمیاوي وسلو د ازمایښتخونو په تړاو بې بنسټه راپورونه اورېدلې دي.

نوموړي یادونه وکړه، چې ناټو باید هوښیاره وي، ځکه روسيه ښايي د کیمیاوي وسلو دا عملیات د دغو دروغو پر بنسټ پلان کړي.

د ناټو سرمنشي زیاته کړه، که څه هم اوکرینیان په مېړانه د روسیې د تېري پر وړاندې مقاومت کوي، خو ښايي راتلونکې ورځې ورته سختې وي.

Leave a reply