د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو خبریال مبشر لقمان سره ملاقات کړې دې

0
232

د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو خبریال مبشر لقمان سره ملاقات کړې دې

په مهمو موضوعاتو ی خبرې کړي دي

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان پيپلز پارټۍ له چيئرمېن بلاول بهټو زرداري مشهور خبریال او اینکرپرسن مبشر لقمان سره ملاقات کړې دې.

په دې ملاقات کې مهم مسايل تر بحث لاندې راغلي دي ، د راپورونو له مخې د پاکستان پيپلز پارټۍ مارچ لاهور ته داخلېږي او په عين حال کې بلاول بهټو دا مهال له خپلو مهمو او باوري ملګرو سره ملاقاتونه کوي او نوموړي خبريال مبشر لقمان سره هم لیدنه کړې ده.

 

دباغي ټي وي سرچينو ترمخه سينئر خبريال مبشر لقمان سره ليدنه کې په مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې شوي دي، د بې باورې تحریک او د پاکستان پیپلزپارټۍ د راتلونکي په اړه هم دواړو مهمې خبرې اترې کړي دي.

دسرچينو ترمخه په دغه غونډه کې دنامتو وکيل چوهدري اعتزاز احسن په ګډون نور چارواکي هم راغوښتل شوي وو.

 

په دې موقع بلاول بهټو ووئيل مونږ دا وخت د خپلې ذات او پارټۍ لپاره نه يو، مونږ د قوم د ګټو او منصفانه او شفافو انتخاباتو لپاره بهر راوتلي یو.

 

چېئرمېن بلاول بهټو زرداري د نديم افضل چن سره ملاقات په مهال هغه ته په پيپلز پارټۍ کښې د یو ځل بیا شامليدو باندې هرکلې کړې دې۔ هغه په دې موقع وويل چې سیلیکټډ وزیراعظم به د لانګ مارچ اسلام اباد ته تر رسيدو وړاندې خپل کور ته لاړ شي.

د پيپلز پارټۍ د لانګ مارچ په اتمه ورځ قافله لاهور ته رسيدلې ده او د ګډون والو لپاره خېمې هم لګولې شوې دي۔ په ټول ښار کې د ګوند بيرغونه ځوړند دي، ناصرباغ جلسې ته د بلاول بهټو له خطاب وروسته د جي ټي روډ نه اسلام اباد ته د تلو نېټه ټاکل شوې ده. د غونډې نه وړاندې د پيپلز پارټۍ لاهور انتظاميې لخوا د پي پي پي جیالو لپاره د ناشتې انتظامات شوي اودوی د لاهور د ناشتې څخه ډیر خوند واخستو.

بلاول بهټو زرداري د جلسې نه وړاندې لاهور جوهر ټاون کښې د ندیم افضل چن سره د هغه په کور کې لیدنه وکړه، په دې موقع هغه اوویل چې د پي ټي ائي پارټۍ خو عوامي پارټي ده خو دوی په بشپړ توګه ناکامه شوي دي.

بلاول بهټو ندیم افضل چن ته په پيپلز پارټۍ کې بیا شامیلیدو باندې ښه راغلاست ووايه، هغه زیاته کړه چې د لانګ مارچ اسلام آباد ته د رسېدو سره به وزیراعظم کورته لاړ شي.

نوموړي اوویل چې پيپلز پارټي د عوامو په طاقت باور لري او اوس به عوام فيصله کوي۔

د ناصرباغ جلسې ته د خطاب نه پس به بلاول بهټو د خپل بل منزل په طرف د خلق مارچ مشري کوي، دويمه وينا به يې مريدکے او دريمه وينا به د ګوجرانواله په شيران والا باغ کښې وي، د بلاول بهټو اخري منزل به نن وزير آباد وي۔

لاهور کښې د پيپلز پارټۍ لانګ مارچ په څلويښت کلوميټره سیمه کې شامل دې، د لاهور پوليس به د بحريه ټاؤن نه تر اماميه کالونۍ پورې د لانګ مارچ په موقع امنيتي انتظامات کوي، د لانګ مارچ د ګډون والو لپاره د ښار په اته ځايونو د هرکلي کيمپونه لګولې شوي دي۔ په ناصرباغ کښي دولس سوه پوليس اهلکار او د لانګ مارچ په روټ کښي څوارلس سوه پوليس اهلکار تعينات کړي شوي دي او د سکيورټي انديښنو له وجي د لوړو ودانيو په بامونو کښي 335 پوليس اهلکار تعينات شوي دي۔

په لانګ مارچ كښې به ايس ايس پي اپريشن مستنصر فیروز سره سره اووه ايس پيز، 16 ډي ايس پيز او 38 ايس ايچ اوز به هم د مارچ حفاظت لپاره مقرر وي چې د مارچ ګډون کوونکو امنیت ټینګ کړي.

Leave a reply