د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانان لا زیاتو اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري

د ژغورنې نړیواله کمېټه: افغانان لا زیاتو اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري
دغه بنسټ هغې ناستې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د افغانانو د مرستو د جلبولو لپاره د مارچ میاشتې په پای کې د جرمني او بریتانیا په کوربتوب ترسره شي، ویلي چې دا کمېټه، د بشردوستانه مرستو او د افغانستان د اقتصادي ناورین د کمولو لپاره د دوامداره پاملرنې غوښتونکې ده.
(2022 / 3 / 5 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، چې د اوکراین کړکېچ ته د نړۍ په پاملرنې سره باید د افغانستان وضعیت ته بې پامي ونه شي.
دغه بنسټ ویلي، چې نړۍ باید له دې فرصته د قحطۍ د مخنیوي او د افغانانو د ژوند د ژغولو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.
دغه بنسټ ویلي، چې نړۍ باید په افغانستان کې له رامنځته شوي فرصته د وګړو د ژوند د ژغورلو او د ښځو او نجونو پر وړاندې د وېروونکو شرایطو د پای ته رسولو لپاره استفاده وکړي.
د ژغورنې نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي او د دې هېواد د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د امریکا او نورو هېوادونو د اقداماتو هرکلی کړی دی.
دغه بنسټ هغې ناستې ته په اشارې سره چې ټاکل شوې د افغانانو د مرستو د جلبولو لپاره د مارچ میاشتې په پای کې د جرمني او بریتانیا په کوربتوب ترسره شي، ویلي چې دا کمېټه، د بشردوستانه مرستو او د افغانستان د اقتصادي ناورین د کمولو لپاره د دوامداره پاملرنې غوښتونکې ده.
دغې کمېټې ټینګار کړی، چې په افغانستان کې بشردوستانه اړتیاوې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتې شوې او افغانان لا زیاتو اوږدمهاله مرستو ته اړتیا لري.





