د پیښور نوي ډپټي کمشنر نورو افسرانو سره مهمه غونډه کړې

0
79

باغي ټي وي رپورټ
د ډپټي کمشنر پيښور شفيع الله خان په مشري کښي د ضلعي محکمي افسرانو سره يوه مهمه غونډه شوي چي پکښي ايډيشنل ډپټي کمشنر ډاکټر احتشام الحق، ايډيشنل ډپټي کمشنر (فنانس) شمع نعمت، ايډيشنل ډپټي کمشنر (ريليف) محمد عمران ګډون اوکړو۔ خان او نورو انتظامي افسرانو، د ضلعو څانګو او ښارګوټي انتظامي افسرانو ګډون اوکړو.
د ملاقات په مهال ډپټي کمشنر پيښور ته د افسرانو لخوا د خپلو محکمو د کارکردګۍ په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړے شو چې پکښې بازارونو کې د تجاوزاتو ختمولو، ملاوټ مافیا په ضد کاروایی، د حکومت نرخ نه سرغړونې ، د غيرقانوني کرشنګ پلانټ خلاف کاروائي او بورډ بازار کښې د تجاوزاتو خلاف اپريشن او په ښار کې د نورو مهمو مسلو او ستونزو په اړه تفصيلي بريفنګ ورکړے شو۔

Leave a reply