امریکايي رسنیو ویلي چې د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي

0
93

امریکايي رسنیو ویلي چې د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي

امریکايي سیاستوال په دې باور دي چې بایډن د امریکا یو ناکام ولسمشر دی، چې لومړی یې امریکا په افغانستان کې له ماتې او شرم سره مخ کړه او اوس د هغه د بې کفایتۍ له امله روسیې پر اوکراین برید وکړ.

 

(2022 / 2 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغانستان کې د بایډن ناکامي د هغه محبوبیت کم کړی دی.

امریکایي رسنۍ وایي له هغه وروسته چې بایډن په افغانستان کې امریکا له شرم او ماتې سره مخ کړه، په امریکا کې د نوموړي محبوبیت کم شوی دی او په سیاسي مجلسونو کې د نوموړي پر واکمنۍ سختې نیوکې روانې دي.

امریکايي سیاستوال په دې باور دي چې بایډن د امریکا یو ناکام ولسمشر دی، چې لومړی یې امریکا په افغانستان کې له ماتې او شرم سره مخ کړه او اوس د هغه د بې کفایتۍ له امله روسیې پر اوکراین برید وکړ.

امریکايي رسنۍ وایي څومره چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي دومره په امریکا کې پر بایډن فشارونه او نیوکې ډېرېږي. له دې سره جوخت د اوکراین کړکېچ هم بایډن له سختو فشارونو سره مخ کړی دی.

Leave a reply