د امریکا د خزانې وزارت لۀ افغانستان څخه ځینې بندیزونه لرې کړل

0
83

دا پۀ داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر بایډن د افغان شتمنۍ پۀ اړه يو پرېکړه لیک صادر کړ چې پکې د یوې اندازې افغان شتمنۍ پۀ امریکا کې د سبټمر د پېښې قربانیانو او یوه اندازه بیا افغانستان کې خیریه موسسو ته ځانګړې کړې، چې دغه پرېکړه له سختو غبرګونو سره مخ شوه.

(2022 / 2 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

‏‎د امریکا خزانې وزارت د افغانستان په تړاو خپل شلم نمبر عمومي جواز خپور کړ.

د دې جواز پر اساس پر ټولو حکومتي ادارو، خصوصي او دولتي بانکونو هر ډول بندیزونه نور لرې شوي دي.

دغه راز په هر ډول تجارتي فعالیت بندیز نشته او خصوصي بانکونه د نړیوالو بانکونو سره بانکي معاملاتو ته د پخوا په څیر دوام ورکولی شي.

Leave a reply