د روسیې ولسمشر: اوکراین به ژر لۀ ګوډاګيتوبه خلاص او زموږ ملګری به شي

د روسیې ولسمشر: اوکراین به ژر لۀ ګوډاګيتوبه خلاص او زموږ ملګری به شي
د نوموړي په خبره دوی غوښتل له اروپا او امریکا سره خبرې وکړي، خو په ځواب کې يې خپلې پوښتنې له پامه غورځولې. پوتین زیاته کړې چې په تیرو کلونو کې لویدیځ د اوکراین د رژیم ملاتړ کړی او له روسیې سره یې جګړې ته لار هواره کړې ده.
(2022 / 2 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر ضد د پوځي اقدام له دویمې ورځې وروسته اعلان وکړ چې په اوکراین کې د سولې غوښتونکی دی.
د روسیې ولسمشر د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې په یوه خپاره کړي پيغام کې د خبرو او مذاکراتو غوښتنه کړې ده. پوتین ویلي چې اوکراین باید د استوګنې پر سیمو ډزې بندې کړي او د هغو خلکو خبرو ته غوږ کېږدې چې هلته اوسیږي.
د نوموړي په خبره دوی غوښتل له اروپا او امریکا سره خبرې وکړي، خو په ځواب کې يې خپلې پوښتنې له پامه غورځولې. پوتین زیاته کړې چې په تیرو کلونو کې لویدیځ د اوکراین د رژیم ملاتړ کړی او له روسیې سره یې جګړې ته لار هواره کړې ده.
پوتین وویل چې د اوکراین خلک د روسانو لپاره د ورونو په څېر دي او له ګوډاګیتوبه به يې ازاد کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د اوکراین او امریکا مشرانو د اوکراین خلک د روسیې پر وړاندې کرکې ته پارول. هغه وویل چې اوکراین به ازاد او خپلواک او د روسیې دوست وي.






