افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د امنیت په اړه خبرې کړې

افغان او ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې د امنیت په اړه خبرې کړې
په دې کتنه کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ. له دې مخکې د ا.ا او ترکمنستاني چارواکو د ټاپي پروژې د عملي کار د پیلېدو په اړه خبرې کړې وې.
(2022 / 2 / 25 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ا.ا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د ټاپي پروژې له اجرائیوي مشر او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره د ټاپي پروژې پر امنیت خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د امنیتي پلان په اړه ترکمنستاني چارواکو ته معلومات ورکړل.
ترکمن چارواکو ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د ټاپي پروژې عملي کار پیل شي.
تېره میاشت د هند، تاجکستان، قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان چارواکو د ټاپي پروژې په ګډون د سیمه ییزو پروژو په اړه خبرې کړې وې.
اړوند موضوعات:
ایرو اشیا د یو مطلب پة خپرېدو ویلي چې ټاپي پروژه به د سترو اقتصادي بدلونو سبب شي
په دې کتنه کې د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف د ټاپي پروژې پر عملي کېدو ټینګار وکړ. له دې مخکې د ا.ا او ترکمنستاني چارواکو د ټاپي پروژې د عملي کار د پیلېدو په اړه خبرې کړې وې.





