نورمقدم قتل کیس، د قتل مجرم ته د مرګ سزا اورول شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې یوې ځايي محکمې د نورمقدم د وژنې اصلي تورن ظاهر جعفر ته د مرګ سزا اورولې ده.
د اسلام اباد ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ جج عطيه رباني د مقدمې فيصله اورولې او مرکزي ملزم ظاهر جعفر ته يې د مرګ سزا اورولې ده.
محکمې په شریکو تورنو جان محمد او افتخار ته د لس کاله بند سزا واوروله او نور ملزمان ی بري کړل.
د جیو رپورټ مطابق ضلعي او سيشن عدالت د ظاهر جعفر پلار ذاکر جعفر او مور عصمت آدم جي بري کړي دي.محکمې اصلي تورن ظاهر جعفر ته هم د مرګ سزا واوروله.






