شمالي وزیرستان کې امینتي ځواکونو ترهګر وژلي دي

باغی ټي وي رپورټ
نن د زیارت په ورځ امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان د همزوني ولسوالۍ په عمومي سیمه کې د ترهګرو د شتون په اطلاع عملیات وکړل.
د آیی ایس پی آر رپورټ مطابق شپږ تنه ډار اچوونکي د ډزو په تبادله کې ووژل شول. د وژل شوو ترهګرو پيژندګلو د محمد علي، ترهګر مطيع الله، ترهګر محمد عمر، ترهګر اختر حسين، ترهګر شير او ترهګر وسيم په نومونو شوې ده۔
له وژل شويو ترهګرو څخه وسلې او زیات شمیر کې بارود هم ترلاسه شوي دي چې پکې سب ماشين ګنونه، لاسي بمونه، ځمکني ماينونه، لاسي بمونه او په زياته اندازه د کلاشينکوفونه شامل دي.
وژل شوي ترهګر د امنیتي ځواکونو په ضد په ترهګریزو بریدونو، هدفي وژنو او تښتونو کې ککړ وو. د سیمې خلکو د عملیاتو ستاینه وکړه او له سیمې څخه یې د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره د امینتي ځواکونو سره ملاتړ څرګندونه وکړه.





