اسټرالیا وايي روسیه د اوباشانو په څېر چلند کوي پر وړاندې یې درېږو

اسټرالیا وايي روسیه د اوباشانو په څېر چلند کوي پر وړاندې یې درېږو
موریسن څرګنده کړې ده چې دوی به د انرژۍ او نظامي برخو په ګډون پر روسي بانکونو هم تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي.
(2022 / 2 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسټرالیا لومړي وزیر ویلي چې روسیه لکه د اوباشانو او بدماشانو په څېر چلند کوي.
هغه زیاته کړې ده چې نړۍ باید د روسیې د زورواکۍ پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
سکاټ موریسن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم یو زورواکی بللی دی او د نوموړي د بې باکانه سیاستونو پر ضد یې پر درېدو ټینګار کړی دی.
موریسن څرګنده کړې ده چې دوی به د انرژۍ او نظامي برخو په ګډون پر روسي بانکونو هم تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي.
هغه ویلي چې پر روسیه باید نړیوال بندیزونه ولګول شي څو نور زورواکي پر نورو د خپلو افکارو د تحمیل جرات ونه کړي.






