د خیبر پخواني خاصه دار فورس او لیویز ځواک شهید شوو اهلکارو خپلوانو په جمرود کې احتجاجي پرلت پیل کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د ضلع پخواني خاصه دار ځواک او ليويز ځواکونو د شهيدانو د کورنیو خپلوانو په احتجاج لاس پورې کړې دې او نن شپې هم دا احتجاج دوام لري.
د تاریخي باب خیبر سره نزدې په دې احتجاجي پرلت کې ګډون کوونکو د خاصه دار او لیوی فورس د شهیدانو د کورنیو غړیو اوویل چې صوبايي حکومت او د خېبرپښتونخوا پولیس ادارې مونږ سره کومې وعدې کړې وې، هغه وعدې نه عملي کوي.
احتجاج کوونکو تور ولګولو چې دوی مونږ سره دهوکه کوي، هغوی غوښتنه وکړه چې د شهیدانو د کورنیو او بچو سره چې صوبایی حکومت او د پولیس محکمې کومې وعدې کړي دي،هغه وعدې دې پوره کړي.







