د رسنیو د ملاتړ ادارې لۀ ا.ا نه غوښتي چې پر رسنیور مالیات معاف کړي  

0
216

د رسنیو د ملاتړ ادارې لۀ ا.ا نه غوښتي چې پر رسنیور مالیات معاف کړي

د دې بنسټ مشر ابوذر صارم وایي، که چېرې د رسنیو د نړیوالو مرستندویانو له‌ خوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره معاشوه ورکړل شي، نو بهر ته د تګ مخه به ونیول شي او رسنۍ به دې اړ نه شي چې کارونه ودروي.

 

(2022 / 2 /  22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان رسنیو د ملاتړ بنستونو له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو مالیات معاف کړي او د برېښنا لګښتونو بیې ورته ټیټې کړي.

د افغانستان د رسنیو د بنسټ مسوولینو پرون دو شنبه یوې خبري غونډه کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې رسنیو ته د مالیاتو په بښلو او د برېښنا د لګښتونو بیې په کمولو سره د رسنیو د سقوط مخنیوی وکړي.

د دې بنسټ مشر ابوذر صارم وایي، که چېرې د رسنیو د نړیوالو مرستندویانو له‌ خوا د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره معاشوه ورکړل شي، نو بهر ته د تګ مخه به ونیول شي او رسنۍ به دې اړ نه شي چې کارونه ودروي.

دوی دغه غوښتنه په داسې مهال کړې چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته تر دې دمه  له ۵۴۰ رسنیو ۲۶۰ یې د بېلابېلو ستونزو له امله تړل شوي دي.

همدا تېره اوونۍ ایینه ټلویزون چې شاوخوا ۱۸کاله یې فعالیت درلود د مالي ستونزو له کبله یې خپل فعالیت ودراوه.

په ورته مهال د طالبانو د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد په دې اړه ویلي، چې دغه موضوع به د رهبرۍ په غونډه کې مطرح کړي، څو د مالیاتو، د برښنا د لګښت او د فریکونسۍ د فېس په برخه کې د یوه کال لپاره رسنیو ته کمښت ورکړي.

Leave a reply