په کور د ننه بېځایه شوي وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي

0
87

په کور د ننه بېځایه شوي وګړي له سختو ستونزو سره مخ دي

له دې سره جوخت ملګرو ملتونو په ځلونو په افغانستان کې له کورنیو بېځایه شوو سره د مرستو غوښتنه کړې او وايي چې دوی له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 2 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې داخلي بېځایه شوي له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کډوالو د نړیوالې ادارې د راپور پر بنسټ افغانستان کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه کسان په کور د ننه بېځایه شوي دي چې دمګړی له سختو ستونزو سره مخ دي.

سرچینه وایي ډېری دغه وګړي د جګړو له امله بېځایه شوي وو، چې اوس د جګړو له ختمېدو وروسته لا هم خپلو مېنو ته نه دي ستانه شوي.

راپورونه وايي چې یوازې د تېر کال جګړو له امله شاوخوا نیم میلیون کسان په افغانستان کې بېځایه شوي دي.

له دې سره جوخت ملګرو ملتونو په ځلونو په افغانستان کې له کورنیو بېځایه شوو سره د مرستو غوښتنه کړې او وايي چې دوی له سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

Leave a reply