د لنډیکوتل اولس د سیاسي اتحاد امیدواران په بلدیاتي ټاکنو کې رد کړي دي: پخوانې سینیټر تاج محمد آفریدي

باغی ټي وي رپورټ
په لنډي کوتل پريس کلب کښي د يوي خبري غونډي په مهال پخواني سينيټر الحاج تاج محمد آفريدي د خپلو کارکنانو سره اووینل چي د لنډي کوتل قومونو او مشرانو په دې تحصیل کې سیاسي اتحاد امیدواران رد کړي دي.
نوموړي اوویل چې د تحريک اصلاحات پاکستان د لنډیکوتل تحصیل څوکۍ لپاره امیدوار شاه خالد شينواري باندي ددې سمې رای اولس اعتماد وکړو او شاه خالد شینواري ته ی راې ورکړه ،هغه اوویل چې د ټولو قومونو ځانګړې شکریه ادا کوي چې په شاه خالد شینواري ی اعتماد وکړو.
الحاج تاج محمد افريدي وويل چې د سیاسي مشرانو اتحادد ټاکنو نه وړاندې لويې دعوې کړي وې خو دا ټولې دروغ ثابت شوې. تاج آفریدي په اولس غږ وکړو چې دوی څخه هيله لري چې په راتلونکو ټاکنو کې به دې امیدوارانو لپاره دروازې تړلې وساتي. سينيټر الحاج تاج محمد افريدي وويل چې په بلدیاتي ټاکنو کې د تحصیل چیرمین څوکې لپاره ټاکل شوې شاه خالد شینواری به د پرمختیايي پروژو په اړه اړوند ادارو سره ښه کار وکړي او په دې سیمه کې به د خلقو د اسانتیا لپاره د پرمختګ پروژې پیل کړي.




