امریکا او قطر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي  

0
176

امریکا او قطر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

همدا راز یې ویلي چې قطر د افغانستان په مسایلو کې د امریکا نږدې او باوري ملګری هېواد دی. قطر هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د ثبات او دایمي سولې لپاره هڅه کوي او له امریکا غواړي چې له دغه هېواد سره مرستو ته ادامه ورکړي.

 

(2022 /  2 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت او اړوندو مسایلو بحثونه شوي دي.

بلینکن له خپل قطري سیال سره په لیدنه کې ویلي چې قطر له امریکا سره له افغانستان د وتلو په خورا سخت ماموریت کې همکاري کړې ده او دوی یې منندوی دي.

همدا راز یې ویلي چې قطر د افغانستان په مسایلو کې د امریکا نږدې او باوري ملګری هېواد دی. قطر هم ویلي چې دوی په افغانستان کې د ثبات او دایمي سولې لپاره هڅه کوي او له امریکا غواړي چې له دغه هېواد سره مرستو ته ادامه ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر تر دې څو ورځې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره هم کتلي وو.

په دې لیدنه کې ټینګار شوی و، چې امریکا دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي او له اقتصادي فشارونو دې لاس په سر شي.

Leave a reply