په هلمند کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوي دي

په هلمند کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوي دي د هلمند د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست کې د شاتو مچیو د روزنې مدیر نصرالله نادري ویلي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوي دي.
(2022 / 2 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هلمند د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست کې د شاتو مچیو د روزنې مدیر نصرالله نادري ویلي چې د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه کم شوي دي.
د ده په وینا، تېر کال په هلمند کې د شاتو مچیو څه باندې ۱۵۰ فارمونه وو، چې سږکال له دې ډلې یوازې ۶۰ فارمونه فعال دي.
هغه وویل چې د تېر کال جګړې او بادونه د دې لامل شول چې په دغه ولایت کې د شاتو مچیو فارمونه کم شي.






