بل ګیټس نن پایه تخت اسلام آباد ته راغلې

نصیب شاه شینواري
د وزیراعظم عمران خان په خاص بلنه د بل او میلنډا ګېټس فاونډیشن شریک بانی ښاغلي بیل ګیټس نن د پولیو له منځه وړلو د ملي کاري ځواک په غونډه کې ی ګډون کړې دې.
ښاغلي بل ګیټس ته د ښه راغلاست پرمهال پاکستان ته په خپل لومړي سفر کې وزيراعظم عمران خان د پوليو له منځه وړلو کې د پاکستان له حکومت سره د دوامداره ملاتړ او شراکت لپاره د بل او ميلندا ګېټس فاونډېشن څخه مننه وکړه. وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې حکومت د پوليو ختمولو لپاره پوره تیارې کړي او د پولیو مخینوي او ختمولو لپاره ګوټلي ګامونه اخلي.
لومړي وزیر وویل چې افغانستان زمونږ په دوه سرحدي صوبنو کې د پولیو د پیښو اصلي سرچینه ده. خان اوویل چې افغانستان نن سبا د روغتیا بیړني حالت په شمول د بشري بحران د مخنیوي لپاره بیړني نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.
وزیراعظم عمران خان اوویل چې پاکستان د هغو ۴۰ میلیونو افغانانو لپاره چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، ددې هیواد پوره مرسته کوي. له دې وړاندې عمران خان له بل ګېټس سره یو په یو ملاقات هم وکړو.
وزيراعظم د بل ګېټس په اعزاز كښې د غرمې ډوډۍ هم وركړه چې پكښې وفاقي وزيرانو شوكت ترين، اسد عمر، فواد احمد، خسرو بختيار، SAPM ډاكټر فيصل سلطان، د خېبر پښتونخوا ، پنجاب، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان وزيرانو او د آزاد جمو کشمیر لومړي وزیر هم ګډون وكړو۔
………………………………………..






