پیښور کې د محسن بیګ د نیولو په ضد احتجاج شوې

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور د خېبر يونين اف جرنلسټس ترسیوري لاندې د محسن بيګ د نيولو په ضد پیښور پريس کلب مخې ته خبریالانو یوه لویه احتجاجي مظاهره وکړه.
د احتجاجي لاریون مشري خیبر یونین آف جرنلسټس مشر ناصر حسین کوله ، احتجاج کوونکو خبریالانو د سينئر خبريال محسن بيګ په غیرقانوني توګه نیولو غندنه وکړه.
دوی اوویل چې محسن بیګ په نیول کې ددوی د کور او چاردیوارۍ حرمت او عزت سرغړونې شوې ده. دوی اوویل چې ایف آی آر په لاهور کې ثبت شوی او د اسلام اباد ټیم په ۳۰ دقیقو کې اقدام کوي اوی بیګ ی ونیول چې دا د غندنې وړ دې. هغوی اوویل چې د محسن بيګ خلاف قانوني کاروائي نه ده او دا کاروایی یو خبریال سره ظلم او زورزياتي دې، هغه اوویل چې حکومت د خبریالانو په خوندیتوب کې په بشپړه توګه پاتې راغلی دې او غوښتنه ی وکړه چې محسن بیګ دې زر تر زر آزاد کړې شي.






