د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ نن د افغانستان په اړه د اپیکس کميټۍ څلورمه غونډه وشوه

د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ نن د افغانستان په اړه د اپیکس کميټۍ څلورمه غونډه وشوه
هغه وویل چې پاکستان به د هغو روغتونونو ملاتړ وکړي چې پاکستان په افغانستان کې په جوړولو کې مرسته کړې او همدارنګه به له افغانستان سره د لا زیاتو سړکونو او ریل پټلۍ د جوړولو لپاره کار وکړي.
(2022 / 2 / 15 نېټه باغی ټلویزیون)
بشپړ راپور
لومړي وزیر وویل چې د پاکستان په پوهنتونونو کې د افغان محصلینو زده کړې به د افغانستان په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تر منځ د اړیکو په ټینګولو کې به مرسته وکړي.
وزيراعظم هدايات وكړو چې سکالرشپونه دې جاري وساتل شي او ټول ضروري وسائل دې برابر كړے شي۔
د پاكستان او افغانستان ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت د توان په اړه د خبرو په مهال وزيراعظم ووئيل پاكستان د تجارت ترمېنځه اړيكو او مواصلاتي پروژو ته په اول ترجيح وركوي او د حكومت له اړخه به پوره اسانتياوې وركوي۔
هغه وویل چې پاکستان به د هغو روغتونونو ملاتړ وکړي چې پاکستان په افغانستان کې په جوړولو کې مرسته کړې او همدارنګه به له افغانستان سره د لا زیاتو سړکونو او ریل پټلۍ د جوړولو لپاره کار وکړي.
تر دې مخکې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر معید یوسف د افغانستان په اړه د اپیکس کمېټې ته مفصل معلومات ورکړل.
لومړي وزیر اړوندو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د افغانانو د مرستې لپاره اعلان شوې پروژې او ژمنې چټکې کړي.






