امریکا وايي چې روسیه پر اوکراین برید ته د پلمې پۀ لټه کې ده

0
130

امریکا وايي چې روسیه پر اوکراین برید ته د پلمې پۀ لټه کې ده

امریکايي چارواکو یو ځل بیا د روسیې احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره پلمه لټوي او ښايي په یو مناسب وخت کې پر دې هېواد برید وکړي.

 

(2022 /  2 / 14   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی چې هره شیبه امکان لري، روسیه پر اوکراین برید وکړي.

اړوند موضوعات: 

آلمان هم پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو خبرداری ورکړی دی

امریکايي چارواکو یو ځل بیا د روسیې احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده چې روسیه پر اوکراین د برید لپاره پلمه لټوي او ښايي په یو مناسب وخت کې پر دې هېواد برید وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ټینګار کړی دی چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه به د روسیې په مقابل کې د اوکراین ترڅنګ ودرېږي.

روسیې پر اوکراین د برید احتمال رد کړی دی او څرګنده کړې یې ده چې امریکا د جګړې اور ته لمن وهي.

Leave a reply