د هند پخوانۍ هنرمنده هیمامالنی هم د حجاب په ضد آواز پورته کړو

0
163

باغی ټي وي رپورټ
د هند د فلمي دنیا پخوانۍ اداکاره او د بهارتیا جنتا ګوند (BJP) مشرې هیما مالاني هم د حجاب په شخړه کې د هندو افراطیانو ملاتړ وکړو.
هندي ميډيا سره خبرو کې هيما ملاني په کرناټک کې په تعليمي ادارو کې په حجاب بنديز سمه پرېکړه بللې او ويلي يې دي چې ښوونځي د تعليم لپاره دي، دلته د مذهبي مسايلو راوړل سم نه دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق هندي پخوانې هنرمندې زیاته کړې چې هر ښوونځۍ خپل یونیفارم لري چې هر څوک يې بايد درناوی وکړي.

Leave a reply