بلدیاتي ټاکنې، جمعیت علمای اسلام ف زیاتې څوکې ګټلي

0
142

باغي ټي وي رپورټ
په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو د لمړي پړاؤ په ضمني انتخاباتو کې د ٦٦ تحصيلونو او ښاري کونسلونو غير رسمي او غير تصديقي نتيجې مخې ته راغلي دي.
د ناتایید شویو او غیر رسمي پایلو له مخې، جمعیت علمای اسلام د ۲۳ څوکیو په ګټلو سره مخکې دی او پاکستان تحریک انصاف د ۱۸ څوکیو په لرلو سره په دویم مقام کې دی.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په تحصیل او ښاري شوراګانو کې ازادو کاندیدانو ۱۰ څوکۍ ګټلې او عوامي نېشنل ګوند ټولټال ۷ څوکۍ ګټلې دي. پاکستان مسلم لیګ (ن) ۳، تحریک انصاف پاکستان او جماعت اسلامي ۲،۲ څوکۍ او پیپلز ګوند یوازې یوه څوکۍ ګټلې ده.

Leave a reply