په ضلع خیبر کې په پاتې پولنګ سټیشنو رای اچونه روانه ده
باغی ټي وي رپورټ
نن د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې په ۳۴ او باړه کې په ۵ پاتې پولنګ سټیشنو د لنډیکوتل او باړه تحصیل چیرمین څوکۍ لپاره بلدیاتي ټاکنې کیږي، د پولیس چارواکي وایی چې د امنیت ټینګ ساتلو لپاره ی هم ګامونه اخستي دي چې کومه بده پیښه مخې ته را نه شي.
د لنډیکوتل انتظامي چارواکو او ځایی خلقو مطابق نن راې اچونه په ډیره ښه طریقه روانه ده او تراوسه پورې کومه بده پیښه نه ده شوې، انتظامیه چارواکو هم د بیلا بیلو ووټ اچوونې مرکزونو دورې کړي دي.
د بازار ذخه خیلو په ۳۰ پولنګ سټیشنو هم ووټ اچونه روانه ده، په خاص لنډیکوتل کې د ښځو په ۴ مرکزونه پولنګ روان دې. د ټاکنو د چارواکو مطابق خاص لنډیکوتل کې په ۴ ښځینه پولنګ مرکزونو او په بازار ذخه خیلو کې هم څه ښځینه پولنګ سټیشنو باندې د راي اچونه روانه ده.
په بازار ذخه خیلو کې یو ځایی تن د ټیلیفون له لارې میډیا ته ویلي دي چې ووټنګ په ډیر ښه ماحول کي روان دي، نارینه او ښځې په ګنړ شمیر کې راې اچولو لپاره راځي.
په بازار ذخه خیلو کې یو تن رسنیو ته اوویل چې دلته مقابله د مفتي سمیع الله او د الحاج ګروپ امیدوار شاه خالد ده.
په ۱۹ دسمبر بلدیاتي ټاکنو کې شاه خالد شینواري ۸ اته زره څخه لږ زیات ووټونه اخستي وو، که په بازار ذخه خیلو کې شاه خالد زیات ووټونه اخلي نو داسې ویل شي چې بیا د شاه خالد شینواري د لنډیکوتل چیرمین څوکۍ لپاره ګټه یقیني ده