صوبای حکومت اولس ته ریلیف ورکول لپاره عملي ګامونه اخلي: وزیراعلی محمود خان

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان په یو بیان کې ویلي دي چې صوبای حکومت په دې ګرانۍ کې ریلیف او آساني ورکولو لپاره ګامونه اخلي.
په دې لړ كښې صوبائي حكومت د روان مالي كال په بجټ كښې د غنمو سبسډي لپاره 15 اربه روپۍ بېلې كړې په كومه چې د تېر مالي كال په مهال د غنمو سبسډي باندې 10 اربه روپۍ لګولې شوې وې۔
دا خبره تيره ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ كښې د خوراک د څانګې په غونډه كښې وشوه۔
د خوراکي توکو د څانګې د عمومي کارکردګۍ تر څنګ د ادارې په ټولو چارو کې د لا شفافیت د یقیني کولو لپاره د ډیجیټل کولو پروسې په ګډون نور اصلاحاتي اقدامات، د صوبې د غنمو اړتیاو پوره کولو لپاره د عمل پلان او خلکو ته د غنمو په برخه کې د ورکړل شوې سبسډي اړوند موضوعات شامل وو. د اړوندو مسايلو د لا ښه والي په چارو باندې هم ټینګار وشو.
په غونډه كښې د خوراک صوبائي وزير عاطف خان، د اطلاعاتو لپاره د وزيراعلي خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سيف، د وزيراعلي پرنسپل سيكرټري امجد علي خان، سيكرټري فوډ مشتاق احمد، سيكرټري انفارمېشن ټيكنالوجي مطيع الله خان او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔

Leave a reply