د بکاخیل او تحصیل ډومیل ټول پولنګ سټیشنونه ډیر حساس اعلان شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د چیرمین شپ لپاره به د بنو ضلعې ډومیل تحصیل کښې 11 امیدواران او بکاخیل تحصیل کښې 6 امیدواران تر مینځه مقابله وي.
3080 پوليس افسران او اهلکار به په ډيوټي وي او د پاکستان د پوځ QRF سکواډ به هم په ګشت بوخت وي.
د بنو ضلعي پوليس افسر عمران شاهد په خپل دفتر کښې خبريالانو ته د بريفنګ په مهال وويل چې د خېبر پښتونخوا د نورو ضلعو په شان په بکاخېل تحصيل کښې هم بيا پولنګ روان دي۔ د فبرورۍ په 13 مه نېټه(سبا) لپاره ټول انتظامات بشپړ شوي دي او په سیمه کې امنیت ټینګ کړې شوې دې.
په دې لړ كښې د تحصيل بکاخېل په 14 كليو كونسلونو او د تحصيل ډوميل په 4 كليو كونسلونو كښې ټول 52 پولنګ سټېشنونه جوړ كړې شوي كوم چې ډېر حساس ګرځول شوي د كومو لپاره چې د نورو ضلعو نه پوليس او اېف سي اهلكار هم غوښتل شوي دي۔






